د لاس رسي وړ اتصالات

قومي پرېکړه: د نشه يي توکو د کاروباریانو کورونه به وسوځول شي


قومي پرېکړه: د نشه يي توکو د کاروباریانو کورونه به وسوځول شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د پکتیکا په ارګون کې قومي مشران وايي پر داسې یوې پرېکړې کار کوي چې له مخې به یې د نشه يي توکو د کاروباریانو کورونو ته اور اچول کیږي او یا به د قانون منګولو ته سپارل کیږی.

د پکتیکا په ارګون کې قومي مشران وايي پر داسې یوې پرېکړې کار کوي چې له مخې به یې د نشه يي توکو د کاروباریانو کورونو ته اور اچول کیږي او یا به د قانون منګولو ته سپارل کیږی.

دغه قومي مشران ‌چې له دولت سره د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې همکاري کوي، وايي له نشه يي توکو سره د قومي تړونونو او دولتي مسئولینو ګډه مبارزه به ښې پایلې ولري.

په ارګون کې د ځدراڼو قومي شورا مشر حاجي عمرجان وايي چې قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو له دولتي مسئولینو سره په دې اړه سلا مشورې کړې دي.

هغه وايي " په یوه نیمه میاشت کې به طرحه تیاره کړو، په دې اړه به پرېکړه وشي، هغه کسان چې دلته نشه يي توکي راوړي یا به یې کورونه سوځول کیږي او یا به د قانون منګولو ته سپارل کیږي".

هغه وايي چې په دې اړه به د دوی غونډې دوام ولري او تمه لري چې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې به ښې پایلې ولري.
XS
SM
MD
LG