د لاس رسي وړ اتصالات

په ارګون کې د معتادینو روغتون د پراختیا غوښتنه


په ارګون کې د معتادینو روغتون د پراختیا غوښتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

د پکتیکا د ارګون اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د معتادینو د شل بستریز روغتون له خدماتو خوښ دي خو وايي دا چې په سیمه کې د معتادینو شمېر زیات دی نو باید د روغتون ظرفیت لوړ شي.

د پکتیکا د ارګون اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د معتادینو د شل بستریز روغتون له خدماتو خوښ دي خو وايي دا چې په سیمه کې د معتادینو شمېر زیات دی نو باید د روغتون ظرفیت لوړ شي.

د ارګون اوسېدونکي وايي په دغه روغتون کې پر یو وخت یوازې د شلو معتادینو د درملنې امکانات شته، چې د دغې ولسوالۍ د سلګونو معتادینو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی اول خان افغان له دولت او مرستندویه ادارو غواړي چې دغه شل بستریز روغتون دې پراخ کړي.

هغه وايي "که څه هم د معتادینو د درملنې د روغتون خدمات ښه شوي، لوړ شوي دي، خو یوه ستونزه دا ده چې روغتیايي پرسونل یې کم دی، چې باید زیات شي او همدارنګه د روغتون ساحه پراخه شي، تر څو د زیاتو معتادینو درمنلې ته رسیدګي وکړای شي".

د ارګون یو بل اوسېدنکی محمد رفیع اټکل کوي چې په ارګون کې د معتادینو شمېر تر نهه سوو رسیږي، چې ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي.

هغه وايي په سلګونو معتادین د درملنې لپاره منتظر دي، د هغه په باور که د روغتون ظرفیت لوړ شي نو دا به په ارګون کې د معتادنیو د شمېر له کمولو سره ډېره مرسته وکړي.

په دغه روغتون کې تر درملنه لاندې معتادین د روغتون له امکاناتو او درملنې خوښ دي، او تر دې مهاله په کې سلګونه معتادین روغ شوي دي.
XS
SM
MD
LG