د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: خسر مې مېرمن زما د نشو له امله را څخه ګرځولې ده


عبدالله: خسر مې مېرمن زما د نشو له امله را څخه ګرځولې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

شل کلن عبدالله چې له کلونو په نشو اخته دی، وايي چې خسر یې د هغه مېرمن پخپل کور کې ګرځولې او ورته ویلي یې دي تر هغه چې له نشو لاس وانخلي مېرمن ته به یې اجازه ورنه کړي چې د ده کور ته لاړه شي.

شل کلن عبدالله چې له کلونو په نشو اخته دی، وايي چې خسر یې د هغه مېرمن پخپل کور کې ګرځولې او ورته ویلي یې دي تر هغه چې له نشو لاس وانخلي مېرمن ته به یې اجازه ورنه کړي چې د ده کور ته لاړه شي.

عبدالله چې د پکتیکا اوسېدونکی دی، په نشه يي توکو پسې غزني ته راغلی او دلته د نورو معتادینو په منځ کې ژوند کوي، هغه وايي چې په غزني کې نشه يي‌توکي ارزانه پیدا کیږي.

هغه وايي " اوس مې واده رانه ناسته ده، د پلار په کور کې، په همدې خاطر راغلی یم".

دغه ځوان معتاد چې له څو کلونو راهیسې پوډر، شیشه او نور نشه يي توکي کاروي، وايي چې څو ځله یې کورنۍ په روغتون کې بستر کړی دی، خو له رخصتېدو وروسته بیا په نشو سر شوی دی.

عبدالله له دولت څخه غواړي چې د هغه د درملنې غم وخوري، او داسې ځای ته یې ولیږدوي چې په بشپړه ډول روغ شي.

هغه وايي که کومه دنده ور پیدا شي نو کېدای شي له هغه سره د نشه يي توکو په پرېښودو کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG