د لاس رسي وړ اتصالات

هغه ځوان چې د نشو له امله یې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې


هغه ځوان چې د نشو له امله یې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نبي شاوخوا څلور کاله کیږي چې په نشه يي توکو روږدی دی.


د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نبي شاوخوا څلور کاله کیږي چې په نشه يي توکو روږدی دی.

په نشو اخته دغه ځوان معتاد وايي ښوونځي یې لوستی او د ننګرهار انجینیري پوهنځي ته بریالی شوی و، خو د ملګرو له لاسه په نشو اخته شو.

هغه چې لوړې زده کړې یې نیمګړې پاتې دا مهال د غزني ښار په ویرانو کې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کوي.

محمد نبي وايي "څلور کاله مې ووتل چې په دې عمل باندې اخته یم او د معتادینو په منځ کې ژوند کوم. تر دوولسم ټولګې مې زده کړې کړې، په جلال آباد کې د انجینیرۍ پوهنځي کې وم او په دې عمل اخته شوم. اوس مې اقتصاد کمزوری دی او ترشا څوک نه لرم چې سمې لارې ته مو برابر کړي."

هغه وايي د اکا زوی یې هم په نشو روږدی دی او هغه به یې هڅاوه چې ورسره یو ځای نشې وکړي.

محمد نبي زیاتوي چې کورنۍ یې پاملرنه نه ورته کوي، خو خپله غواړي په نږدې ورځو کې ځان د درملنې لپاره د معتادینو په یو روغتون کې بستر کړي.
XS
SM
MD
LG