د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو په کابل کې د سړې هوا له امله شاوخوا ۲۵۰ تنه معتادین د ښار له مختلفو سیمو څخه راټول او د ابن سینا په زر بستریز مرکز کې بستري کړل.
د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي چې دغه شمېر معتادینو ته به د ژمي په موسم کې روغتیايي خدمات او نورې اسانتیاوې لکه خواړه او د اوسېدو ځای برابر کړي.
د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مشر ډاکټر ظاهر سلطاني وايي " نن موږ د عامې روغتیا وزارت د هدایت په اساس او د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په همغږۍ د مخدره موادو شاوخوا ۲۵۰ تنه معتادین د سړې هوا او د هغوی د ژوند د ژغورنې له کبله راټولوو او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې زر بستریز روغتون ته انتقالوو".
په دغه معتادینو کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل وو چې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په مرکزونو کې بستري شول.