د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران: د معتادینو په درملنه کې د کورنیو رول مهم دی


ډاکټران: د معتادینو په درملنه کې د کورنیو رول مهم دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

په کابل کې د معتادینو د درمنلې د ۴۰ بستریز روغتون ډاکټران وايي ډېری معتادین له دې امله بېرته نشو ته مخه کوي چې کورنۍ یې مرسته نه ورسره کوي او بل خوا نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی لري.


په کابل کې د معتادینو د درمنلې د ۴۰ بستریز روغتون ډاکټران وايي ډېری معتادین له دې امله بېرته نشو ته مخه کوي چې کورنۍ یې مرسته نه ورسره کوي او بل خوا نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی لري.

د دې روغتون یو ډاکټر احمدشاه وايي هغه کسان چې نشه يي توکي کاروي تر پرېښودو وروسته ډېر بې حوصلې کیږي او ډېر درد احساسوي چې باید مرسته ورسره شي.

هغه وایي " که چیرې له معتادینو سره کورنۍ ښه چلند وکړي او تر څنګ یې په بازار کې نشه يي توکي له منځه لاړ شي نو دا به د دې لامل شي چې معتادین بېرته نشه يي توکو ته مخه نه کړي".

ډاکټران وايي چې د معتادینو رواني درملنه، په ټولنه کې جذبېدل او سالمه بوختیا هغه څه ده چې ډېری معتادین له نشه يي توکو ژغورلی شي.



XS
SM
MD
LG