د لاس رسي وړ اتصالات

ولې معتادین تر درملنې وروسته بیا په نشو اخته کېږي؟


ولې معتادین تر درملنې وروسته بیا په نشو اخته کېږي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

په کندهار کې زیات شمېر هغه معتادین چې یو ځل یې درملنه شوې، په ټولنه کې د خلکو د ناسم چلند له امله بیا په نشو اخته شوي دي.


په کندهار کې زیات شمېر هغه معتادین چې یو ځل یې درملنه شوې، په ټولنه کې د خلکو د ناسم چلند له امله بیا په نشو اخته شوي دي.

دغه معتادین وايي چې کله نشې پرېږدي، بیا هم خلک پېغور ورکوي او په ډول ډول ناسمو نومونه یې یادوي.

نادرجان چې د دویم ځل لپاره په نشه روږدی شوی وايي چې یو ځل يې ښه درملنه وشوه خو خلکو په ناسمو نومونو یادوی او پېغورونه یې ورکول چې دی یې یو ځل بیا نشې کولو ته اړ کړ.

هغه وايي " د چرسي په نوم راته وايي، پوډري راته وايي، رویني راته وايي، زه مجبوره یم د دوی له ضده بیا نشه شروع کوم".

روغتیايي مسئولین وايي چې له نشې څخه درملنه شوي کسان د ټولنې مثبت او ښه چلند ته زیاته اړتیا لري.

په کندهار کې د نشه يي توکو د درملنې د مرکزونو مسئولین وايي چې تر څلوېښت سلنه زیات معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشه يي توکو ته مخه کوي.

نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی، بې روزګاري او له درملنه شویو معتادینو سره د کورنۍ او ټولنې نا سم چلند په نشه د بیا اخته کېدو مهم لاملونه ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG