د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د معتادینو د ټولولو او درملنې کمپاین


کابل: د معتادینو د ټولولو او درملنې کمپاین
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

په کابل کې روغتیايي مسئولین وايي چې له دغه ښار څخه یې په نشو د اخته کسانو د ټولولو او په روغتونو کې د درملنې بهیر ګړندی کړی.


په کابل کې روغتیايي مسئولین وايي چې له دغه ښار څخه یې په نشو د اخته کسانو د ټولولو او په روغتونو کې د درملنې بهیر ګړندی کړی.

د معتادینو د درملنې د ابن سینا زر بستریز روغتون مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني وايي چې په نوي ۱۴۰۰ کال کې به د کابل ښار پر واټونو او لارو د معتادینو شمېر تر ډېره راکم کړي.

هغه وايي " موږ په خپل روغتون کې د زر کسانو د درملنې ظرفیت لرو، چې په ۴۵ ورځې کې یې درملنه کېږي، د معتادینو د تعویضي درملنې لړۍ چې موږ پیل کړې ده ښه نتیجه یې ورکړې چې دا به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي".

د کابل په بېلا بېلو سیمو، لارو کوڅو کې په سلګونو معتادین دېره دي، چې د دغه ښار د اوسېدونکو ستونزې یې زیاتې کړې دي.

کابل ښاریان له حکومت څخه غواړي چې د معتادینو د درملنې غم دې وخوري، که نه په نشو د اخته کسانو شمېر به تر دې هم زیات شي.





XS
SM
MD
LG