د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا: د ډاکټرانو له خوا درملنې ته د معتادینو هڅونه


پکتیا: د ډاکټرانو له خوا درملنې ته د معتادینو هڅونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

د پکتيا روغتیايي مسئولین د ګردېز په شاوخوا سيمو کې پراته روږدي کسان درملنې ته هڅوي، دوی وایي په لسګونه داسې معتادین شته، چې شپه له کوره بهر په سړه هوا کې تېروي او دا يې د مرګ له خطر سره مخ کوي.


د پکتيا روغتیايي مسئولین د ګردېز په شاوخوا سيمو کې پراته روږدي کسان درملنې ته هڅوي، دوی وایي په لسګونه داسې معتادین شته، چې شپه له کوره بهر په سړه هوا کې تېروي او دا يې د مرګ له خطر سره مخ کوي.

په نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان ګردېز ښار ته نږدې په يوه خرابه کې د پکتيا د معتادينو د درملنې روغتون مسؤلينو کښېنولي، ترڅو د نشې په زيانونو او ورڅخه د ژغورنې لارې چارې ور وښيي.

ډاکټر محمدعارف وايي، موخې يې دا دي، چې هم له نشه يي توکو څخه لاس واخلي، او هم په را روان ژمي کې له يخنۍ وژغورل شي، ځکه زياتره هغه يې کورونو ته نه ځي.

هغه وايي "دا خپلې مرحلې لري. د فکر څخه وړاندې مرحله ده، بيا د فکر مرحله ده. په دې کې داسې معتادين وي چې دفعتاً موږ سره تيار وي، يا سبا راځي، يا بله ورځ راځي. کوم چې مقاومت کوي، نو هغوی سره بيا خبرې کوو، ترڅو د دوی مقاومت مات کړو او درملنې ته يې وهڅوو".

د روغتيايي مسؤلينو د هڅونې په نتيجه کې يو شمېر کسان دېته راضي کيږي، چې په خپله خوښه له دې ځايه خپلو کورونو ته لاړ شي او مسؤلين ورته د درملنې چمتووالی ونيسي.

که څه هم کره شمېر نشته، خو د پکتيا د معتادينو د درملنې روغتون مسؤلين د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې لسګونه داسې روږدي کسان شته، چې شپه له کوره بهر سړه هوا کې تېروي.
XS
SM
MD
LG