د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د کرنیز کمپلیکس پرانیسته


په کندهار کې د کرنیز کمپلیکس پرانیسته
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

په کندهار کې د خصوصي سکتور په پانګونه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه کرنیز کمپلیکس د جوړېدو چارې پیل شوې.


په کندهار کې د خصوصي سکتور په پانګونه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه کرنیز کمپلیکس د جوړېدو چارې پیل شوې.

په دې کمپلیکس کې به د سړو خونو سربېره د میوو د پراسیس کولو او بسته بندۍ برخې فعالې وي چې له راتلونکې کال څخه به په فعالیت پیل وکړي.

ولسمشر غني چې دغې پروژې په پرانیسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه وویل چې نړیوالو بازارنو ته د صادراتو رسولو لپاره به د کندهار پر هوايي ډګر هم پانګونه پیل شي.

د کندهار د عینو مینې په ختیځه برخه کې پر ۱۱ سوه جریبه ځمکه کې د دې کمپلیکس د جوړیدو چارې په دریو پړاوونو کې ترسره کیږي.

د کندهار والي روح الله خانزاده وايې چې په کندهار کې زراعتي صنعت ته ښه شرايط برابر دي او دوی غواړي چې د دې ډول زراعتي لویو پروژو په مټ زراعتي محصولات له خنډ او ځنډ پرته نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

هغه وايي "د کندهار د لوی زراعتي کمپلیکس په جوړېدو سره به د جنوب زون د ولایتونو د زراعتي پیدا وارو پروسس ډېر او د سیمي محصولات به زيات شي او نړيوالو معيارونو سره به برابر شي".

د کندهار ځمکه وال وايي چې د کروندګرو د اقتصادي ژوند د ښه والي په برخه کې بنسټيزې پروژې د نشه يي توکو د کښت پر کموالي هم مخامخ اغېز لري.

د جنوب زون په کچه کال د تازه او وچې مېوې په ګډون تر پنځه سوه زره ټنه زیاته مېوه تولیدیږي خو د نا مناسبو شرایطو له کبله يې ګټه وټه کمه وي چي په پايله کې يې کروندګر د نشه يي توکو کښت ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG