د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د انارو په باغونو کې د ناروغۍ پر خپرېدو د باغوانانو اندېښنې


کندهار: د انارو په باغونو کې د ناروغۍ پر خپرېدو د باغوانانو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

کندهار کې د انارو باغ لرونکي وايې چي د کرنیزو ناروغیو له امله يې تر خپل وخت یوه میاشت مخکې د انارو را شکول پيل کړي.

کندهار کې د انارو باغ لرونکي وايې چي د کرنیزو ناروغیو له امله يې تر خپل وخت یوه میاشت مخکې د انارو را شکول پيل کړي.

دغه باغ لرونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د دغو ناروغیو په تشخیص او له منځه وړلو کې یې پاته راغلی او له دوی سره یې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د میزان د میاشتي وروستۍ اونۍ د انارو د حاصل د را ټولولو اصلي وخت دی خو اوس دا چاره پوره یوه میاشت مخکې پيل شوې.

د انارو په باغونو کې د ناروغیو د خپرېدو له امله نه یوازې دا چي سږکال د انارو حاصل کم شوی تر څنګ يې انار، چاودي او په مارکېټ کې هم په ټيټه بیه پلورل کیږي.

د انارو باغوان عبدالمالک وايي یو من انار دا مهال د کندهار په مارکېټ کې یوازې پنځوس افغانۍ بیه لري.

هغه وايي "دغه انارو که اوس مرض نه وای کړی په رنګ به هم ښایسته وای او غټیدل هم، خو اوس تاسې وینئ چې موږ کوچني انار را پرې کوو او هغه په دې خاطر چې که وخت ور باندې تېر شي تر دې هم خرابېږي".

زیاتره باغ لرونکي وايې چې سږکال د کرنیزو ناروغیو له لاسه د انارو په باغونو شوی لګښت هم نه شي پوره کولای.

باغ لرونکي وايي چې د اقتصادي ستونزو او کرنیزو حاصلاتو د ټيټ بازار له امله ځينې کروند ګر د نشه يي توکو کښتونو ته هم مخه کوي.

دوی غوښتنه لري چي حکومت يې حلاصلاتو ته بازار پیدا کړي او د کرنیزو ناروغیو د درملنې په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د کندهار د کرنې اداره هم د انارو په باغونو کې د ناروغیو ستونزه جدي ګڼي خو وايې چې زیاتره باغ لرونکي پر خپل سر دواوې کاروي.

دغه اداره وايي چې باغوانانو ته یې په دې برخه کې مشورې ورکړي او تر څنګ یې د ناروغۍ په له منځه وړلو کې له هغوی سره ګډ کار کوي.

XS
SM
MD
LG