د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد هڅې


په پکتیکا کې د نشه يي توکو پر ضد هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

په پکتيکا کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسئولين وايي هغه لارې په جدي ډول څاري چې قاچاقبران پرې د نشه يي توکو د قاچاق هڅې کوي.


په پکتيکا کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسئولين وايي هغه لارې په جدي ډول څاري چې قاچاقبران پرې د نشه يي توکو د قاچاق هڅې کوي.

په دغه ولایت کې د نشه يي توکو سره د مبارزې مسئولين وايي، د تېرو څو مياشتو په موده کې يې ۱۶ هغه کسان نيولي چې د نشه يي توکو کاروبار يې کاوه.

د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر ګل اکبر اکبري وايي چې له نيول شويو کسانو سره يې بېلابېل ډول نشه يي توکې لکه ترياک، اپين، مورفین، چرس او نور هم نیولي دي او نیول شوي کسان يې د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

هغه وایي " د قاچاقبرانو د تگ راتګ لارې ډېر په دقیق ډول څارو ترڅو ونيول شي، موږ هغه کسان چې نيولي او معتاد وي د ارګون د معتادينو شفاخانې ته مو د تداوي لپاره لېږلي دي".

په پکتیکا کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسي د دې ولایت خلک اندېښمن کړي او وايي چې پولیس باید په جدي ډول له نشه يي توکو سره مبارزې ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG