د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې په نشو د اخته ماشومانو د درملنې امکاناتو نشتون


په خوست کې په نشو د اخته ماشومانو د درملنې امکاناتو نشتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

د خوست يو شمېر اوسېدونکي له روغتيايي چارواکو غوښتنه لري، چې په دغه ولايت کې د معتادو ماشومانو د درملنې لپاره اسانتياوې برابرې کړي.


د خوست يو شمېر اوسېدونکي له روغتيايي چارواکو غوښتنه لري، چې په دغه ولايت کې د معتادو ماشومانو د درملنې لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

په دغه ولایت کې د روږدو د درملنې يو ۷۰ بستريز روغتون فعاليت لري، خو د روږدو ماشومانو د تداوۍ لپاره په کې ځای نشته.

څوارلس کلن ماشوم رياض ولي، چې دوه کاله مخکې په نشه يي‌توکو روږدی شوی، غواړي چې د ځان درملنه وکړي، خو وايي په خوست کې د معتادو ماشومانو د درملنې ځانګړی روغتون او اسانتا نشته.

هغه وایي "په کلي کې نشه يان ډېر دي. په هر کلي کې دوه درې نشه يان (معتاد ماشومان) شته. خلک يې په قصدي توګه پرې روږدي کوي چې نشه يان ډېر شي".

اوس مهال په خوست کې د روږدو د درملنې يو اويا بستريز روغتون فعاليت لري، خو د روږدو ماشومانو د درملنې لپاره په کې تر اوسه آسانتياوې نه دي برابرې شوې.

په ورته وخت کې روغتيايي چارواکي وايي، که څه هم د اوسمهال لپاره امکانات په لاس کې نه لري، خو وايي غواړي چې پر نشه يي‌موادو د روږدو ماشومانو د تداوۍ ځانګړی مرکز جوړ کړي.

تر اوسه په دغه ولايت کې د روږدو ماشومانو د شمېر په اړه مشخص ارقام نشته، خو اندېښنه دا ده چې مخدره موادو ته د آسانه لاسرسي له کبله د یادو ماشومانو شمېر لا ډېرېږي.
XS
SM
MD
LG