د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د استوګنې په سیمو کې د معتادینو پر زیاتوالي اندېښنې


کندهار: د استوګنې په سیمو کې د معتادینو پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په کندهار کې د استوګنې کورونو ته نږدې، په لارو او کوڅو کې د معتادینو زیاتوالي د دغه ښار د اوسېدنکو اندېښنې راپورته کړې دي.


په کندهار کې د استوګنې کورونو ته نږدې، په لارو او کوڅو کې د معتادینو زیاتوالي د دغه ښار د اوسېدنکو اندېښنې راپورته کړې دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي‌ معتادین په لارو او کوڅو کې په ښکاره ډول نشه يي‌توکي کاروي چې د دوی پر ماشومانو هم بدې اغیزې لري.

د استوګنې د کورونو په خواکې د معتادینو اوسېدو د نورو ټولنیزو ستونزو تر څنګ په ماشومانو کې د اعتیاد اندېښنې هم رامنځ ته کړي.

د کندهار ښارد حضرت جي بابا په سیمه کې هره ورځ لسګونه معتادین لیدل کیږي چې د ماشومانو مخ ته نشه يي توکي کاره وي.

د سیمې اوسیدونکی ماشوم شفیق الله د خپلو سترګو لیدلی حال داسي بیانوي "نشه یان په زربلخ کي پوډر څکوي، دلته زموږ د کورونو تر څنګ ډېر نشه یان شته، زموږ لینونه هم غلا کوي، موږ چې دلته ګین کوو یا بازۍ کوو دوی وینو چې هیرویین څکوي".

د دې تر څنګ ځينې معتادین خپل ماشومان هم د نشه يي توکو د کارولو سیمو ته له ځان سره بیايي.

د دغه ښار اوسېدونکي وایي چې حکومت دې د خلکو د کورونو له شاوخوا او د ښار له کوڅو او لارو معتادین راټول او د درمنلې مرکزونو ته ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG