د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په شیشه د اخته کسانو زیاتوالی


په کندهار کې په شیشه د اخته کسانو زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

په کندهار کې روغتیايي مسئولین په دغه ښار کې ورځ تر بلې په شیشې د اخته معتادینو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي.


په کندهار کې روغتیايي مسئولین په دغه ښار کې ورځ تر بلې په شیشې د اخته معتادینو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي.

دوی وايي که له نشه يي توکو سره په ګډه مبارزه ونه شي نو ډېر نور کسان به هم په نشو اخته شي.

شیښه یا میتاپیتامین د نشه يي توکو خطرناکه ډول بلل کیږي چې روغتیايي مسئولین د نشه يي توکو د استعمال په برخه کې د نوي پدیدې په سترګه ورته ګوري.

په شیښه معتاد کسان وايي چې په ایران کې په دغه نشه اخته شوي دي.

د معتادینو په درملنه بوخت ډاکتران وايي چې له شیښې څخه د ځان خلاصول هم تر ډېره سخته ده.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د معتادینو د درملنې د برخي مسئول ډاکتر بلال احمد يې په اړه داسي وايې " جانبي عوارض یې ډېر خطرناک دي، زموږ شمېرنې ښيي چې ورځ تر بلې د شیشې کاروونکي پر ډېرېدو دي، زموږ ۷۰ سلنه ناروغان په شیشه اخته دي، چې نورې نشې هم ورسره کوي".

روغتیايي مسئولین وایي چې اوس د هیرویینو او تریاکو ځای شیشه نیسي، چې تر ډېره وژونکې نشه ده.
XS
SM
MD
LG