د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا: په شیشه د معتادو کسانو زیاتوالی


پکتیا: په شیشه د معتادو کسانو زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په پکتیا کې په شیشې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.


په پکتیا کې په شیشې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د ګردېز اوسېدونکی عبدالرحيم له شاوخوا شپږو کلونو راهيسې شېشه څکوي. دی دا مخدره مواد د مخدراتو له کاروباريانو نه اخلي، چې د ده په وينا هغوی يې له کابل نه پکتيا ته راوړي.

عبدالرحيم وايي، که څه هم تر نورو نشه يي توکو يې قيمت زيات دی، خو له دې امله چې په نورو مخدراتو يې ګوزاره نه کيږي، دې نشې ته يې مخه کړې ده.

هغه وايي "له ماښام نه تر سهاره يې ووهه، داسې کومه نشه نه لري، سر دې داسې پړسوي. نوره داسې کومه خاصه نشه نه لري. له غاښونو سره به اخته وې. له کاليو سره به اخته وې. ترڅو چې ته خُمار شې".

د شېشې پوډر سپين رنګه ماده ده چې د هېروئينو پوډرو ته ورته دي. دا مخدره مواد په ګردېز ښار او د اطرافي سيمو په دوکانونو کې په پټه د معتادينو د لاسرسي وړ دي.

د شمېرو له مخې دا مهال په پکتيا کې لسګونه زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي او ترمنځ يې د شېشې استعمالوونکو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

XS
SM
MD
LG