د لاس رسي وړ اتصالات

هغه معتاد چې د نشو له لاسه یې خپله ټوله شتمني بایللې


هغه معتاد چې د نشو له لاسه یې خپله ټوله شتمني بایللې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

د غزني اوسېدونکی فضل الرحمن چې پخوا یې د لویې لارې موټر چلول له ۱۳ کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي او له نورو معتادینو سره یو ځای تر پله لاندې شپې سبا کوي.


د غزني اوسېدونکی فضل الرحمن چې پخوا یې د لویې لارې موټر چلول له ۱۳ کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي او له نورو معتادینو سره یو ځای تر پله لاندې شپې سبا کوي.

هغه پر نورو معتادینو سګرېټ خرڅوي او له همدې لارې د نشې پیسې برابروي.

فضل الرحمن وايي " د کتارونو پر وخت د طالبانو کمینونو او جنګونه وو، بس جیګرخوني وه نورو ملګرو پوډر څکول ما هم وڅکول چې غم او جیګرخوني مې کمه شي په همدې ډول معتاد شوم، همدا سبب شو چې زه معتاد شوم او هغه موټر او نورې پیسې چې مې درلودې ټولې مې د عمل له امله له لاسه ورکړې او اوس دلته تر پل لاندې ژوند کوم.

هغه چې مېرمن او درې بچیان هم لري وايي په میاشتو- میاشتو کور ته نه ځي او ژوند یې ډېر تریخ دی.

دغه معتاد وايي که څوک یې لاسنیوی وکړي نو درملنې ته تیار دی چې روغ شي او له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند ته وګرځي.



XS
SM
MD
LG