د لاس رسي وړ اتصالات

نشو د ملي اردو د یو پخواني سرتېري ژوند څنګه بدل کړ؟


نشو د ملي اردو د یو پخواني سرتېري ژوند څنګه بدل کړ؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

د خوست د معتادينو په روغتون کې تر درملنه لاندې یو معتاد چې پخوا د ملي اردو سرتېری وو وايي، غوښتل يې يوه ښه منصب ته رسيدلی وای، خو نشو یې د ژوند لوری بدل کړ.


د خوست د معتادينو په روغتون کې تر درملنه لاندې یو معتاد چې پخوا د ملي اردو سرتېری وو وايي، غوښتل يې يوه ښه منصب ته رسيدلی وای، خو نشو یې د ژوند لوری بدل کړ.

دی وايي د نشه يي‌توکو څکول سربېره پر دې چې د روږدي کس ژوند بربادوي، د کورنۍ او آن د ټولنې د بدبختۍ لامل هم ګرځي.

د خوست اوسېدونکی شفيع الرحمان څه باندې درې اونۍ کیږي د دغه ولايت د معتادينو په اويا بستريز روغتون کې بستري دی او ورځ تر بلې يې روغتيايي وضعيت مخ پر ښه کېدو دی.

هغه وايي، چې په روغتون کې يې ښه درملنه روانه ده او خوشبين دی چې ټولنې ته په ستنېدو سره به نه يوازې په خپله له نشه يي توکو ځان لېرې ساتي، بلکې نور ملګري به هم وهڅوي چې له نشو لاس واخلي.

هغه وايي "اميد مې دا دی چې ووځم، انشاالله لومړی به ځان ته دنده پيدا کوم. کوم نشه يي ملګري مې چې دي، لومړی به ورته وايم چې لاړ شئ د ځان تداوي وکړئ، چې سالم جوړ شئ. که د ځان تداوي نه کوي، له هغو نه به ډېر لېرې ګرځو".

د دغه درملنه شوي معتاد د ژوند بيړۍ وروسته له هغه د غرقېدو له ګواښ سره مخ شوه، چې په ملي اردو کې وو او د کوکنارو کروندې ته نږدې په يوه امنيتي پوسته کې دنده ور ورسپارل شوه.

شفيع الرحمان وايي، ډېر داسې نور ملګري هم پېژني چې د نشه يي توکو له کبله يې روغتيا، دندې، کورنۍ او په ټولنه کې درنښت له لاسه ورکړی، خو زياتوي چې د درملنې هوډ د معتادينو د درملنې روغتون يې ژوند بېرته ورسمولای شي.
XS
SM
MD
LG