د لاس رسي وړ اتصالات

عزیزه: دنده مې وبایلله، په نشو اخته شوم


عزیزه: دنده مې وبایلله، په نشو اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

عزیزه چې ادعا کوي د بدخشان په پولیسو کې یې دنده لرله، وروسته له هغه په نشه يي توکو اخته شوه چې کله له دندې ګوښه کړل شوه.


عزیزه چې ادعا کوي د بدخشان په پولیسو کې یې دنده لرله، وروسته له هغه په نشه يي توکو اخته شوه چې کله له دندې ګوښه کړل شوه.

هغه چې دوه بچي هم لري وايي له ډېره خپګانه یې هیرویینو ته مخه کړه.

عزیزه وایي " کله چې سهار وظیفې ته لاړمه، راته یې وویل نوره مه راځه، موږ بل کس نیسو، ډېره خوابدې شومه، زموږ یوه خپله راغله، هغې ته مې وویل، زهر راکړه چې نن یې وخورم، هغې پوډر راکړل، ما هم وڅکول، بله ورځ خپله پسې لاړم او وامې خیستل، له هغې ورځې په روږدې شومه".

په نشو اخته دغه مېرمن چې اوس په کابل کې د ښځینه معتادینو د درملنې په سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې ده وايي اوس یې هوډ کړی چې له نشو لاس واخلي او بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.
XS
SM
MD
LG