د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د نوې پروژې پېل


په کندهار کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د نوې پروژې پېل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په کندهار کې د کانالونو د جوړېدو یوه لویه پروژه پيل کړې، چې د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې به پلې شي.


د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په کندهار کې د کانالونو د جوړېدو یوه لویه پروژه پيل کړې، چې د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې به پلې شي.

چارواکي وايي چې اساسي موخه يې کرنیزو ځمکو ته اوبه رسول دي، چې د کروندګرو په حاصلاتو او اقتصادي وضعیت کې به مثبت بدلون راولي.

په دې پروژه کې چې ۳ کاله وخت نیسي د نویو کانالونو جوړول او د تخریب شویو کانالونو بیارغونه شامل دي، چې په مرسته به یې ۴۶ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي په یوه مطبوعاتي ناسته کې وويل چې د دې پروژې پيل يې له ارغنداب ولسوالۍ څخه وکړ.

هغه وايي چې د دهلې د بند تر اوبو لاندي ولسوالیو کې به د نویو کانالونو د جوړېدو پروژه د کروندګرو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راولي.

هغه وايي‌"د کندهار په ۷ ولسوالیو کې دا پروژه عملآ پيل شوه، کله چې بزګر ته اوبه ورسیږي هغوی خپله له نورو کښتونو څخه تر تریاکو څو چنده زیاته ګټه تر لاسه کوي د اوبو د مدیریت په برخه کې به د نویو کانالونو جوړیدل او د زړو ترمیم زموږ کرونده ګرو ته پريمانه اوبه چمتو کړي".

د کندهار ځمکه وال وايې چې د اوبو ضایعات يې له اوږدې مودې راهیسې لویه ستونزه ده، دوی وايي چې د اوبو د ضایع کېدو له مخنیوي سره به یې نه یوازې کروندې او باغونونه ښه حاصل ورکړي بلکې ډېری به د حلالو کښتونو کر ته وهڅیږي.

په کندهار کې د دهلې بند د دې ولایت د کرنیزو اوبو یوازنی او لویه منبع ده، چې د کندهار اوو ولسوالیو ته تر ۴۰ زره هکټاره پورې اوبه برابروي.

په لوموړي ګام کې د نوموړي بند په داخل کې رسوبات او په دوهمه برخه کې تخریب شوي کانالونه په لوړه کچه اوبه ضایع کوي.

د کندهار ولایتي چارواکې وايې چې د دهلې بند د دیوالونو د لوړېدو پروژه هم عملي کیدو ته نږدې شوې چي په تطبیق سره به يې په زرګونو جریبه شاړو ځمکو ته اوبه ورسول شي.

XS
SM
MD
LG