د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال صبور: د هوايي ډګر له لارې مو د قاچاق د مخنیوي لپاره کلک تدابیر نیولي


جنرال صبور: د هوايي ډګر له لارې مو د قاچاق د مخنیوي لپاره کلک تدابیر نیولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي چې د هوا له لارې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې کلک تدابیر نیولي او قاچاقبران نه شي کولی چې له دې لارې بهر ته نشه‌يي توکي قاچاق کړي.


په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي چې د هوا له لارې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې کلک تدابیر نیولي او قاچاقبران نه شي کولی چې له دې لارې بهر ته نشه‌يي توکي قاچاق کړي.

د دغه هوايي ډګر رئیس جنرال سید عمر صبور وايي چې د نشه‌يي توکو د کشف لپاره د مسلکي پرسونل ترڅنګ له سکنر ماشینونو او K9 (روزل شويو سپيو) څخه هم استفاده کېږي.

جنرال صبور وايي چې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې کابو ۱۰۰ کیلوګرامه هیرویین نیول شوي دي.

هغه وايي "تراوسه مو له ۱۴ منه زیات یوازې هیروئین نیولي دي، له دې پرته چې موږ نور نشه‌يي توکي لکه اپین، چرس او داسې نور ترلاسه کړي دي. د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر کشفي او استخباراتي بنسټونه هره ورځ بلا ناغه یو شمیر کسان نیسي چې کپسولونه (د هیروئینو کڅوړې) یې په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وي. هر ځل چې مواد نیسو له یو کیلو کم نه وي".

جنرال صبور ونه ویل چې د دغو نیول شویو موادو په تړاو یې څو تنه قاچاقبر نیولي دي خو زیاته یې کړه چې په دغو قاچاقبرانو کې د هوايي ډګر یو شمیر منسوبین او ښځې هم شاملې دي.

ښاغلی صبور وايي چاقاقبران له مختلفو لارو څخه په استفادې هڅه کوي چې بهر ته نشه يي توکي قاچاق کړي خو په هوايي ډګر کې د موجودو امکاناتو او پرسونل په شتون کې دوی هدف ته رسېدلی نه شي.
XS
SM
MD
LG