د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو پر ځای د ګلپي کښتونه


د کوکنارو پر ځای د ګلپي کښتونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په کندهار کې د سبزیو کروندګر وايي چې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج په لړ کې د ګلپي کروندو ښه پایله ورکړه چې له امله یې ډېری کروندګرو کرلو ته مخه کړې ده.


په کندهار کې د سبزیو کروندګر وايي چې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج په لړ کې د ګلپي کروندو ښه پایله ورکړه چې له امله یې ډېری کروندګرو کرلو ته مخه کړې ده.

د دغه ښار په کوکران سیمه کې د نشه يي توکو پخواني کروندګر له خپلې دغې تجربې خوښ دي او وايي د ګلپیو ګټه هم زیاته ده.

د تریاکو پخواني کروندګر احمدالله اوس پر خپله ځمکه د ګلپي کښت کړی او د تریاکو غوره بدیل يې بولي.

دی وایي چې سږکال يې دا لومړی کښت دی او تازه يې پټي حاصل ته رسېدلي دي.

هغه وايي "دلته مخکې تریاک کرل کیدل، هر ځای چې تریاک کرل کیږي هلته نشه یان هم ورسره زیاتيږي، موږ به ورته کتل چې نشه یان به په پټي کې سره را ټولیدل او د تریاکو نشه به يې کوله، دا ښه روا کښت دی او له جنجاله هم خلاص دی".

ګلپي چې په تودو سیمو کې کرل کیږي د کندهار ښار په لویدیځ کوکران کې يې دې لومړني کښت ښه پایله ورکړې.

د کندهار کروندګر وايې که د سبزیو د ګټورو تخمونو په چمتو کیدو کې ورسره همکاري وشي نو د دې ولایت د سبزیو حاصلات د کورني مارکېټ لویه اړتیا پوره کولای شي.

XS
SM
MD
LG