د لاس رسي وړ اتصالات

خوست: تر درملنې وروسته بیا نشو ته د معتادینو ګرځېدل


خوست: تر درملنې وروسته بیا نشو ته د معتادینو ګرځېدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

په خوست کې د معتادينو روغتون مسئولين وايي، چې نشې ته بيا ورګرځېدونکو کسانو د هغو روږدو د درملنې مخه ډب کړې، چې لا تراوسه نه دي تداوي شوي.


په خوست کې د معتادينو روغتون مسئولين وايي، چې نشې ته بيا ورګرځېدونکو کسانو د هغو روږدو د درملنې مخه ډب کړې، چې لا تراوسه نه دي تداوي شوي.

دوی وايي، که تداوي شویو کسانو ته کار پیدا شي او په ټولنه کې ومنل شي، نو دا به د معتادینو شمېر له کمولو سره مرسته وکړي.

زاهدالله د پکتيا ګردېز اوسېدونکی دی او شاوخوا درې کاله مخکې په نشه يي توکو روږدی شوی چې په وروستيو څو مياشتو کې يې دا دويم ځل چې دی، چې د خوست په معتادينو روغتون کې بستر دی.

هغه وايي چې له روغتون نه د وتلو پرمهال يې روغتيا ښه وه، خو ټولنې ته په ستنېدو سره يې د ناامنۍ په دوو جلا پېښو کې درې خپلوان له لاسه ورکړي او د خپل غم د غلطولو له کبله يې بيا نشې ته مخه کړې.

زاهدالله وایي "دې روغتون کې زه بستر وم. دې ځای نه سالم او روغ ووتلم. يو تره زوی مې دلته (خوست کې) شهيد شو او دوه په ګردېز کې موټربم ووهل. نو پر ما باندې د غم ډېر زيات بوج شو. ورو لاړم د کلا شا ته، نشه مې شروع کړه".

روغتیايي مسئولین وايي د تداوي شويو روږدو کسانو ډېره فيصدي، له روغتون څخه تر وتلو وروسته بيا نشې ته ورګرځي چې په دې سره له يوې خوا پر دغو کسانو کيدونکی لګښت چندانې ځای نه نيسي او له بلې خوا په روغتون کې د ډېرو معتادينو د درملنې چانس کمېږي.

دا روغتون په يوه وخت کې د اويا معتادينو د درمنلې وړتيا لري. دلته ګڼ شمېر هغه کسان بستر دي، چې څو ځله مخکې درملنه شوي، خو د بې روزګارۍ او تاوتريخوالي له کبله يې بيا د نشه يي موادو کارونې ته مخه کړې.

XS
SM
MD
LG