د لاس رسي وړ اتصالات

د ادبیاتو له پوهنځي فارغ، د بې کارۍ له امله په نشو اخته شوی


د ادبیاتو له پوهنځي فارغ، د بې کارۍ له امله په نشو اخته شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

ذبیح الله چې د کندهار پوهنتون له پښتو ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ دی، له څو کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته دی.


ذبیح الله چې د کندهار پوهنتون له پښتو ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ دی، له څو کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته دی.

هغه چې دا مهال د غزني ښار په یوه څنډه کې له نورو معتادینو سره اوسیږي، وايي چې تر فراغت وروسته په دنده پسې ډېر وګرځېدی خو بریالی نه شو.

ذبیح الله چې اصلا له میدان وردګ څخه دی وایي چې د بې کارۍ له امله یې له نورو بې کارو ملګرو سره ناسته ولاړه ډېره شوه، چې له همدې امله په نشو اخته شو.

هغه وايي "مخکې به مې د کرایې موتر چلاوه، خو چې په نشه اخته شوی یم هغه باور مې هم ختم شوی او هغه خلک اوس ما ته موټر نه راکوي. زما له دولت څخه دا غوښتنه ده چې ما او نورو لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي".

ذبیح الله وايي چې درملنه یې وشي او یوه مناسبه دنده ورته پیدا شي، نو له نشه يي‌توکو به لاس واخلي او بېرته به خپل عادي ژوند ته وګرځي.
XS
SM
MD
LG