دېرش کلن نورالله چې د کابل پر واټونو کباړي ټولوي وايي وروسته له هغه په نشو اخته شو چې خپله دنده یې له لاسه ورکړه او بېکاره شو .
هغه وايي چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده درلوده خو کله چې څو کاله وړاندې د کابل په ارغندۍ کې ځانمرګی وشو، مسئولینو له دندې پسې واخیستی.
نورالله وايي "د بیوزلۍ له امله خپلې ښځې ته، خپل زوی ته نه شم ورتلی، زه کور ته نه شم تلی، ولې پیسې راسره نشته، خپل له شرمه نه شم تلی".
دغه ځوان معتاد وايي هڅه کوي چې خپله درملنه وکړي او بېرته له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند ته پیل کړي.