د لاس رسي وړ اتصالات

محمد ابراهیم: د زامنو غم په نشو اخته کړم


محمد ابراهیم: د زامنو غم په نشو اخته کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

د غزني اوسېدونکی محمد ابراهیم وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پر کور یې د هاوان مرمۍ ولګېده او د دوو زامنو په ګډون یې د کورنۍ درې غړي ووژل شول.


د غزني اوسېدونکی محمد ابراهیم وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پر کور یې د هاوان مرمۍ ولګېده او د دوو زامنو په ګډون یې د کورنۍ درې غړي ووژل شول.

هغه وايي دې پېښې چې خپله هم په کې زخمي شوی وو، سخت خپه او له ژونده زړه توری کړ او یوه ورځ یې د غم غلطولو لپاره له یو ملګري سره تریاک وڅکول.

محمد ابراهیم وايي "کار او روزګار ما نه درلود، چې کور ته به لاړم عیال ته به مې خواه بده شوه بېرون به راووتلم بس ورو ورو په دې عمل اخته شوم او کومه ورځ چې به مې وڅکول هغه ورځ به پر موږ ښه تېره شوه".

هغه چې پخوا یې د نانوايي کار کاوه وايي پر خپله پرېکړه پښېمانه دی او هڅه کوي چې له نشو لاس واخلي او بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.
XS
SM
MD
LG