د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پوڅکیو د کرلو لومړۍ تجربه


په کندهار کې د پوڅکیو د کرلو لومړۍ تجربه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

په کندهار کې په لومړي ځل د مرخېړي یا مشروم کښت ښه پایله ورکړې، کروندګر یې وايي چې له حاصلاتو یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.


په کندهار کې په لومړي ځل د مرخېړي یا مشروم کښت ښه پایله ورکړې، کروندګر یې وايي چې له حاصلاتو یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

د کرنې مسئولین په دې باور دي چې د مرخېړیو د کښتونو زیاتوالی به د نشه يي‌توکو د کر په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په دې فارم کې د لومړي ځل لپاره د پوڅکیو کښت تجربه کیږي، چې د کروندګر په خبره ښه حاصل يې ور کړی.

د فارم څښتن مسعود احمد وايي دا یوه بریالۍ تجربه ده "د دې کښت ډير اسانه دی او موږ په اول ځل دلته کندهار کې د پوڅکیو کښت وکړ، په شلو ورځو کې حاصل ته رسیږي او موږ چ کله حاصل ورڅخه تر لاسه کړ زیات خلګ اوس راځي رانیسی يې او یوه کيلیو يې په ۳۵۰ افغانی پلورو".

پوڅکی یا مرخېړي ځانګړی غذايي اهمیت لري چي د ځينو ناروغیو د درملنې په موخه هم د ګټوري غذا په توګه کارول کیږي.

د افغانستان د کرنیزو علومو د پوهنتون استاد محمد موسی داودزی وايې چې مرخېړي د کندهار په کرنیز چاپیریال کې ګټور کښت دی چي ګڼې اقتصادي او غذايي ګټي لري.

هغه وايي "پوڅکۍ یا مرخېړي په خپل ترکیب کې ډېر ګټور غذايي مواد لري د دې ارزښت په وجه زیات کسان دا استعمالوی او په کندهار کې د دې کښت ډيره ښه پایله ور کړې".

پوڅکیو ته کروندګر هم تر ډېره د نشه يي توکو د کښتونو د بدیل په سترګه ګوري.

د پوڅکیو د کښت له دې یوې خونې څخه ۴۵۰ کیلو حاصل اټکل شوی چي یوه کیلو يې په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کیږي.

د فارم یوتن پالونکی عبدالرحمن چې مخکې يې د نشه يي توکو کښت کاوه وايې چې کروندګرو د پخوا په پرتله د نشه يي توکو ډېر بدیلونه پیدا کړي.

هغه وايي "زموږ په وطن کې نشه يان بیخي ډیر شوی اوس موږ داسي کښتونو ته ډير خوشحاله ویو چي کرونده ګر ته ښه عاید ور جوړ کړي او موږ هره ورځ نوي کښتونه وینو چي ترویجیږي".

کروندګر د ګټورو کښتونو د ترویج او پراختیا هرکلی کوي او وايي چي د کرنې اداره باید په دې برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

دوی د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو په برخه کې د مشروم یا پوڅکۍ کښت یو غوره مثال ګڼي.

XS
SM
MD
LG