د لاس رسي وړ اتصالات

ملي دفاع وزارت: په نشو اخته په ملي اردو کې ځای نه لري


ملي دفاع وزارت: په نشو اخته په ملي اردو کې ځای نه لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

په کابل کې د معتادینو په دېرو کې یو شمېر هغه پخواني سرتېري لیدل کیږي چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي، د ملي دفاع وزارت وايي چې د اردو په لیکو کې داسې څوک نه پرېږدي چې نشې کوي.


په کابل کې د معتادینو په دېرو کې یو شمېر هغه پخواني سرتېري لیدل کیږي چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي، د ملي دفاع وزارت وايي چې د اردو په لیکو کې داسې څوک نه پرېږدي چې نشې کوي.

دغه وزارت وايي که څوک په ملي اردو کې د دندې لېوالتیا لري باید طبي ازموینې او د جلب او جذب یوه اوږده پروسه تېره کړي تر څو ثابته شي چې په ملي اردو کې د کار کولو وړتیا لري او که نه.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي چې په اردو کې د جذب لپاره شرایط سخت شوي او اوس یوازې وړ کسان کولای شي چې نظامي یونیفورم واغوندي.

هغه وايي "کوم کسان چې په ملي اردو کې ګومارل کیږي، له هر څه نه مخکې باید زموږ د خوښې وړ کس وي، چې سختې نظامي روزنې ته چمتو شي، باید له تاسو کالو لوړ وي، طبي معاینات ترسره کړي چې په مخدره توکو روږدی نه وي".

ښاغلی امان وايي د دې تر څنګ باید وکتل شي چې جرمي سابقه ونه لری او د بشري حقونو څخه یې سرغړونه نه وي کړې.

د ملي دفاع وزارت وايي چې د جذب شرایطو ته په کتو څوک نه شي کولای چې په نشو اخته وي او د ملي اردو په لیکو کې داخل شي.
XS
SM
MD
LG