د لاس رسي وړ اتصالات

د یوه معتاد د مور ارمان


د یوه معتاد د مور ارمان
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

په کندهار کې په نشو د اخته یو ځوان کورنۍ وايي چې د هغه د اعتیاد له امله نه یوازې د ده بلکې د ټولې کورنۍ ژوند تریخ شوی دی.


په کندهار کې په نشو د اخته یو ځوان کورنۍ وايي چې د هغه د اعتیاد له امله نه یوازې د ده بلکې د ټولې کورنۍ ژوند تریخ شوی دی.

د دغه معتاد مور وايي که څه هم د خپل زوی لپاره یې ډېرې خوارۍ تېرې کړي، خو بیا یې هم زوی له داسې ملګرو سره ناسته پاسته درلوده چې له امله یې په نشو اخته شو.

خیر الله د خپلې مور یوازېنی زوی دی چې په نشو اخته شوی دی، مور یې وايي چې زوی ته یې واده په دې نیت وکړ چې ګوندې اصلاح شي.

هغه وایي " په ډوډۍ نه پوهیږو، خوشحالي مو نشته، کوچنیان یې ژاړي، موږ ټول ورسره غمجن یو، اوس مې راوستلی شفاخانې ته چې جوړ شي".

په جنوبي ولایتونو کې په نشه د روږدو کسانو مخ پر زیاتیدونکي شمېر ته د لوی ټولنیز بحران په سترګه کتل کیږي.

زیاتره کورنۍ غوښتنه لري چي نشه يي توکو ته لاسرسی دې محدود او د معتادینو د درملنې مرکزونه دې ډېر شي.

XS
SM
MD
LG