د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: نبي الله د تریاکو پر ځای د ممپلیو کر ته مخه کړې


ننګرهار: نبي الله د تریاکو پر ځای د ممپلیو کر ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

په ننګرهار کې ډېری کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل، اوس یې د نورو کښتونو په کرلو پېل کړی، خو وايي چې باید حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي.


په ننګرهار کې ډېری کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل، اوس یې د نورو کښتونو په کرلو پېل کړی، خو وايي چې باید حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي.

د ننګرهار یو ځوان کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل اوس یې له ځمکې د ممپلیو حاصل راټول کړی او بازار ته یې د خرڅلاوی لپاره راوړي دی.

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی نبي الله وايي، د نورو حاصلاتو په پرتله ورته دا ځکه ګټور دي چې کښت، راټولول او خرڅلاو يې ټول اسانه او ازاد دی.

هغه وايي پخوا يې پر خپلو ځمکو کوکنار هم کرلي خو نه یې د اوس په څېر ګټه کړې او نه يې هم داسې په اسانۍ خرڅولی شول.

نبي الله وايي "سږکال په شېرزادو کې پلو ښه حاصل ورکړی دی، لس بسوې پټی مې کرلی و ۲۸ منه پلي يې کړي، چې له ۳۵۰ نيولې تر ۵۰۰ افغانيو خرڅېږي".

دی وايي پخوا يې پر خپلو ځمکو کې کوکنار کرل خو اوس چې د کوکنارو له کښت اوښتي نو حکومت هم ورسره مرستې پيل کړې دي.

هغه وايي "مخکې کلونو کې موږ کوکنار کرل اوس چې مو کوکنار پرېښي نو د حکومت د ملي پيوستون له خوا ونې راغلې وې، موږ باغونه کړي دي انار دي ، ګيلاس دي، غوزان دي".

د ننګرهار د کرنې اداره وايي، سږ د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د ممپليو حاصلات دوه چنده زيات شوي دي.

XS
SM
MD
LG