د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کرنیز نندارتون


په ننګرهار کې کرنیز نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په ننګرهار کې د کرنیزو توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو چې د دې ولایت د بېلا بېلو سیمو کرنیز حاصلات په کې نندارې ته ایښودل شوي وو.


په ننګرهار کې د کرنیزو توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو چې د دې ولایت د بېلا بېلو سیمو کرنیز حاصلات په کې نندارې ته ایښودل شوي وو.

چارواکي وایي، د کرنې په برخه کې ننګرهار ښه فرصتونه لري او راتلوونکی کال ورته ۱۹۰ کرنیزې پروژې په پام کې نیول شوي چې د دې ولایت په ولسواالیو او مرکز کې به پلي کېږي.

دا نندارتون په دې موخه جوړ شوی چې د ولسوالیو په کچه کرنیزو حاصلاتو او تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.

ټولې ۱۷۳ کوټنۍ وې چې لسګونه ډوله توکي په کې نندارې ته ایښودل شوي وو.

نندارتون ته د کرنې وزیر انورالحق احدي هم راغلی و، چې په نوي کال کې یې د کرنې په برخه کې د نویو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ.

ښاغلی احدي وايي "د نوي ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د کرنې د برخې ۱۹۰ بېلابېلې پروژې په پام کې دي چې ننګرهار کې به پلې شي".

د نندارتون ګډونوال وايي که په کاله دننه کرنیزه برخه قوي شي او خلک د خپل وطن تولیدات واخلي نو د کروندګرو ستونزې اوارېدلی شي.

بزګران او سوداګر کورنیو تولیداتو ته د بازار موندې په برخه کې دا څېر نندراتونه ګټور بولي او غوښتنه کوي، چې که په بهرنیو توکو ګمرکي تعرفي لوړې او دوی ته د کرکیلې او له کرنیزو توکو څخه د تولیداتو د برابرولو برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي نو پدې برخه کې د پام وړ پرمختګ راتللی شي.

د جلال اباد د مشهورو خوړو یو ورځنی فیسټیوال هم د دې نندارتون یوه برخه وه، چې په کې بېلا بېلو دودیز او مشهور خواړه خرڅلاو او نندارې ته کېښودل شوي وو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په ننګرهار کې د ۲۱۲ میلونه افغانیو په ارزښت د کرنې یو شمېر پروژې هم ګټي اخیستنې ته وسپارلې، چې شنې خونې، سربندونه او د بېلابیلو میوو باغونه په کې شامل وو.
XS
SM
MD
LG