د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د مېوو نوي باغونه


په کندهار کې د مېوو نوي باغونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

په کندهار کې د هغه ونو چې ژر مېوه ورکوي، تر دوه سوه زیات نوي باغونه جوړ شوي.


په کندهار کې د هغه ونو چې ژر مېوه ورکوي، تر دوه سوه زیات نوي باغونه جوړ شوي.

په دغو باغونو کې تر ډېره هغه کاریګر کار کوي چې پخوا یې د تریاکو په پټیو کې نېښګري او نور کارونه کارول.

شاوخوا څلور کاله مخکې دا ځمکه شاړه پرته وه، خو اوس پر دغه ځمکه د مېوې ونې حاصل ته رسېدلي.

په کندهار کې ورځ تر بلې د نویو باغونو کېښنول ډېریږي او باغوانان یې تمه لري چې ښه حاصلات به ورکړي.

باغوانان وايي که حکومت د نیالګیو، اوبو او سړو خونو په برخه کې مرسته وکړي، نو له نویو باغونو سره به نه یوازې د دوی اقتصاد ښه شي، بلکې ډېرو نورو کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.

د نویو باغونو په پالنه کې تر ډېره هغو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې چې مخکې به یې د نشه يي توکو حاصلات راټولول.

عبدالسلام د اوږدې مودې لپاره د تریاکو په پټیو کې کار کړی خو اوس د ګرینګیچو په دې باغ کې په روزانه مزدوري بوخت دی.

هغه وايي "پخوا مو د تریاکو کار کوی اوس دلته کار کوو، انبار ورکوو، میوې راټولوو".

کندهار توده هوا لري چې له امله یې ځینې مېوې ژر حاصل ورکوي، د دې ولایت د کرنې مسئولین وايي چې په دې وروستیو کې په کندهار کې تر دوه سوه زیات د هغه مېوو چې ژر حاصل ته رسیږي، باغونه جوړ شوي دي.
XS
SM
MD
LG