د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د کوکنارو یو نوي بدیل ته کروندګرو تمې


په کندهار کې د کوکنارو یو نوي بدیل ته کروندګرو تمې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

په کندهار کې د لومړي ځل لپاره کرل شوې انجه د ودې په حال کې ده، چې تر ډېره په درملو کې کاریږي.


په کندهار کې د لومړي ځل لپاره کرل شوې انجه د ودې په حال کې ده، چې تر ډېره په درملو کې کاریږي.

د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو په برخه کې انجه په کندهار تر ټولو نوی کښت دی.

دغه قیمتی نبات تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کرل کېدی چې اوس یې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې هم د کرلو تجربه بریالۍ شوې ده.

د انجې یو کروندګر عبدالله وايي خپل کښت ته ډېرې هیلې لري او تمه لري چې ښه حاصل به ورکړي.

هغه وايي " د دې درې نېښه وهل کیږي، په دریو میاشتو کې، یو وار اوبه غواړي، بیا اوبه نه غواړي او نه اوبه ضایع کوي، حاصل یې بیخې ډېر دی".

د انجې یو کیلو حاصل په مارکېټ کې تر اته زره افغانیو پوري پلورل کیږي.

زیاتره کروندګر وايي چې د نشه يي توکو کښت د اقتصادي اړتیاوو له مخې کوي، ځمکه وال وايي که له اقتصادي پلوه داسي ګټور نباتات چې هم ښه مارکېټ ولري او هم ښه بیه، دوی ته په ګوته شي نو ډېری کروندګر به د نشه يي توکو له کرلو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG