د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې د سبزیجاتو ساتلو سړې خونې جوړې شوې


په نورستان کې د سبزیجاتو ساتلو سړې خونې جوړې شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په نورستان ولایت کې د زراعت وزارت په لګښت د سبزیجاتو د ساتلو ۱۴ سړې خونې جوړې او بزګرانو ته وسپارل شوې ترڅو د حاصلاتو په ذخیره کولو کې ترې کار واخلي.


په نورستان ولایت کې د زراعت وزارت په لګښت د سبزیجاتو د ساتلو ۱۴ سړې خونې جوړې او بزګرانو ته وسپارل شوې ترڅو د حاصلاتو په ذخیره کولو کې ترې کار واخلي.

د نورستان بزګران ددغه پروژې له پلي کولو خوښ دي او وایې چې اوس په کې خپل کرنیز حاصلات د بازار لپاره تر یو کال پورې خوندي کولای شي چې په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

د نورستان یو بزګر نعمت الله وايي له دې مخکې به یې چې حاصل راټول کړ په یوه مخه به یې بازار ته د پلور لپاره وړل چې بیې به یې ډېرې ټیټې وې او د شوې خوارۍ حق به یې هم نه پوره کېده.

هغه وايي " دا سړې خونې د کروندګرو او د هغو د کورنیو لپاره ډېرې ګټوري دي، په دې کې به هم د ځان او هم د بازار لپاره خپل حاصلات ساتي چې د اړتیا پر وخت به بازار ته وړي".

دوی وايي که څه هم په نورستان کې کوکنار نه کرل کېږي او د کرلو لپاره ډېرې ځمکې نه لري،خو ډېرو سیمو کې حکومت په کرنیزه برخه کې پروژې نه پلې کوي او کروندګر له سختو ستونزو سره مخ دي.

د نورستان د زراعت ریاست وايي که څه هم دغه سړې خونې اوس په مرکز پارون کې جوړې شوې، خو راتلونکی کال به یې په برګمټال او نورو ولسولیو کې هم تطبیق کړي.

په نورستان کې تېرکال په۱۵۰هکټاره ځمکه الوګان کرل شوي وو چې د ښه حاصل په ورکولو سره سږ کال دغه اندازه تر ۲۰۰ هکتاره پورې رسیدلې او ورځ تر بلې یې کرکیله ډېریږي.
XS
SM
MD
LG