د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا امنیه قوماندان: له نشه يي توکو سره مبارزې ته جدي یو


د پکتیکا امنیه قوماندان: له نشه يي توکو سره مبارزې ته جدي یو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

مل پاسوال نجیب الله سرتېر چې میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان ټاکل شوی وايي، د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو او پلورونکو سره جدي مبارزه کوي.


مل پاسوال نجیب الله سرتېر چې میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان ټاکل شوی وايي، د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو او پلورونکو سره جدي مبارزه کوي.

هغه زیاتوي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په سیمه کې د مخدراتو کاروبار وکړي او همدرانګه هغه پولیس به له لیکو وباسي چې په نشه يي توکو اخته وي.

ښاغلی سرتېر وايي "موږ په تېرو اوو میاشتو کې ۱۱ قضیې نیولې دي او مجرمین مو د قانون منګولو ته سپارلي دي چې ورسره پنځه کیلو چرس هم نیول شوي دي. لومړی د پولیسو په لیکو کې دغه کسان پیدا کوو او د پولیسو له لیکو څخه باسو او د قانون منګولو ته سپارو او دوهم هغه کسان چې په ښار او ولسوالیو کې د مخدراتو پېر او پلورو، قاچاق او کښت کوي ریښې یې له منځه وړو. ۱۵ کسان چې په مخدره موادو روږدي وو شفاخانې ته مو ولېږل او له تداوي وروسته به بېرته عادي ژوند پیل کړي."

د پکتیکا اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو پر خرڅلاو او استعمال اندېښمن دي او له پولیسو غواړي چې د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG