د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د انارو نندارتون جوړ شوی وو


په کندهار کې د انارو نندارتون جوړ شوی وو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په کندهار کې د انارو د بازار موندنې لپاره دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو، چې د انارو تر څنګ په کې د دغې مېوې څخه جوړ شوي نور تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي ول.


په کندهار کې د انارو د بازار موندنې لپاره دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو، چې د انارو تر څنګ په کې د دغې مېوې څخه جوړ شوي نور تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي ول.

د انارو دانې څخه د پخلي لپاره بیلا بیلې مسالې او دغه راز د انارو مربع هغه تولیدات دي چې زراعتي کوفراتیفونو يې په لومړنیو امکاناتو تولیدات پيل کړي.

د حرم سرای کرنیز کوپراتیف مشر داوود شاه زمری وايي په کار ده چې د انارو څخه جوړوو شویو تولیداتو ته د خلکو پام راواوړي.

هغه وايي "دا چې انار په کندهار کې زیات تولیدیږي او مارکېټ يې نشته نو موږ په ډېرو اولیه امکاناتو د انارو د مربع جوړولو، د انارو له دانو څخه د دېګ د مسالو او دغه راز د صابون جوړېدو په کار لاس پوري کړ چې په نني ندارتون کې مو نندارې ته اېښي).

په کندهار کې د انارو د نندارتون برخه وال غوښتنه لري چې حکومت دې تر نړیوالو مارکېټونو د انارو رسولو لپاره داسې نندارتونونه جوړ کړي چې نړیوال پانګه وال برخه په کې واخلي.

د کندهار د سوداګرۍ خونو اداره وايي چې په روان کال کې تر دامهاله تر ۳ زره ټنه پورې انار بهر ته صادر شوي.

د انارو باغ لرونکي وايي که حکومت د ښه بازار تر څنګ د جوړس جوړولو امکانات ورته برابر کړي، نه دا به نه یوازې له دوی سره اقتصادي مرسته وي بلکې ډېری کروندګر به د تریاکو په پر ځای د باغونو جوړولو ته مخه کړي.
XS
SM
MD
LG