د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نهه کسان نیولي


له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه یي توکي هم نیول شوي دي.
له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه یي توکي هم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې پولیسو په بېلا بېلو عملیاتو کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نهه کسان نیولي دي.

دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورن کسان په کابل، فاریاب، بدخشان، غزني او پکتیکا ولایتونو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي یو تن چې غوښتل یې څه د پاسه یو کیلو ګرام هیرویین هند ته ولېږدوي، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو نیولی دی.

له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي هم نیول شوي دي چې د پولیسو له خوا ضبط شوي دي.

د نشه یي توکو خرڅلاو او په ښارونو کې ورته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي یو لوی لامل بلل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له نشه یي‌توکو سره مبارزه یې په لومړیتوبونو کې راځي او په دې برخه کې د جدي ګامونو اخیستلو ژمنه کوي.

XS
SM
MD
LG