د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور اووه کسان نیولي


له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه یي توکي نیول شوي دي.
له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه یي توکي نیول شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په کابل، ننګرهار، خوست او کندوز کې یې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور یو شمېر کسان نېولي دي.

دغې ادارې نن په دوو بېلو خبرپاڼو کې ویلي چې له دغو اوو تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي مواد هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندانۍ د دغه ښار په ارغندۍ چوک کې یو تن د درې کیلو ګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیول دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې پولیسو د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو تن د ۶۴ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تور نیول دی.

له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو همدارنګه په خوست کې دوه تنه د څلور کیلو ګرامه شیشې د قاچاق په تړاو، په کندوز کې دوه تنه د یوې اندازې شیشې او هیرویینو د خرڅلاو او همدرانګه د نشه يي توکو یو پرچون پلورونکی نیول دی.

بل خوا د کورنیو او عامې روغتیا وزارت منسوبینو د کابل د کارته نو له سرتپې څخه ۷۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره د فنکس کمپ روغتون ته ولېږدول.

XS
SM
MD
LG