د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي


پولیسو له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه یي توکي هم نیولي دي.
پولیسو له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه یي توکي هم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په بېلا بېلو عملیاتو کې یې د نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور شپږ کسان نیولي دي.

دغه معینیت نن په بېلو خبرپاڼو کې ویلي چې تورن کسان یې په کابل، دایکنډي، کندهار او ننګرهار کې نیولي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې له دغو کسانو سره یې چرس، تریاک، شیشه، هیرویین او نور نشه يي توکي هم نیولې دي.

دغه معینیت په یوه خبرپاڼه کې وايي "په کندهار کې یو تورن کس له ۱۴۰ کیلو ګرامه چرسو او یو بل تن چې ۸۰۰ ګرامه چرس یې د خپلو بوټونو په تلیو کې ځای پر ځای کړي ول او په یو ۴۰۴ موټر کې له نیمروز څخه کابل ته راتلی د کابل په ارغندۍ چوک کې د کابل ګېټ پولیسو نیولی دی".

پولیسو همدارنګه په ننګرهار کې ۷۰ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي خو په دې تړاو یې څوک نه دي نیولي.

XS
SM
MD
LG