د کندهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې یو ځل بیا په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي، که څه هم په دې اړه دقیقې شمېرې نشته، خو ډېری کروندګر وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده.
دغه کروندګر وايي له دوی سره د بدیلو کښتونو، تخمونو، سړو خونو او نورو برخو کې مرسته نه ده شوې.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ یو کروندګر موسی جان چې پر خپله ځمکه یې کوکنار کرلي وایي چې له دوی سره د بدیلو کښتونو مرسته نه ده شوې.
هغه وایي " هو کوکنار مو کرلي دي، که حکومت وايي چې مه یې کرئ، نو دوی دې ووايي چې زموږ سره یې څه کړي دي، که موږ له لوږې مړه شو هم به مو پوښتنه ونه کړي".
په کندهار کې چارواکې وايې چې سږکال د نورو کلونو په پرتله زیات کوکنار کرل شوي دي خو وايي چې په نږدې وخت کې به یې د اړولو کمپاین پېل کړي.