د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د زعفرانو د ترویج هڅې


په خوست کې د زعفرانو د ترویج هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د خوست د کرنې مسئولين په کليو بانډو کې کروندګرو ته د زعفرانو د اهميت او د کرلو د لارو چارو په اړه معلومات ورکوي.


د خوست د کرنې مسئولين په کليو بانډو کې کروندګرو ته د زعفرانو د اهميت او د کرلو د لارو چارو په اړه معلومات ورکوي.

دوی وايي، موخه يې دا ده چې د کروندګرو د اقتصادي ودې لپاره د زعفرانو کرکيلې ته پراختيا ورکړي.

دلته د خوست د تڼيو ولسوالۍ د قاضي آباد سيمې يو شمېر کروندګرو ته د کرنې مسؤلين د زعفرانو د اقتصادي اهميت او بديل معيشت کې د دې بوټي د رول په هکله معلومات ورکوي.

دغه راز دوی ته په عملي توګه د دې بوټي د کرلو لارې چارې هم ښودل کيږي.

د کرنې ریاست د زعفرانو د ترویج مدیر انجنیر فضل رحیم وايي له دې کار نه يې موخه دا ده چې کروندګر د زعفرانو کرکيلې ته وهڅوي.

هغه وايي "په تڼيو ولسوالۍ او همدغسې په نورو ولسواليو کې مو هم دوی ته ښودلي دي او هم يې ورته ښييو، چې دوی د زعفرانو اهميت هم وپېژني او د کرلو طريقې يې هم وپېژني. په راتلونکې کې دوی تشويق شي چې دوی په خپله تخم پيدا کړي، ځکه موږ خاص پلان کې پنځه قطعې لرو. دوی کولای شي چې د ځان لپاره زعفران واخلي او ويې کري".

قاضي محمد چې خپله نيم جريب ځمکه يې د زعفرانو کر ته ځانګړې کړې، وايي د څه باندې شلو کلونو راهيسې غنم، جوار او ځينې نور کرنيز توکي کري، خو زياتوي چې يوه يې نه دوې کيږي.
هغه وايي، چې ځمکه يې للمي ده او له دې کبله چې زعفران ډېرو اوبو ته اړتيا نه لري، خوشبين دی چې ښه نتيجه به ترلاسه کړي.

قاضي محمد وايي "کيدای شي ډېر مو اقتصاد ورسره ښه شي، ځکه پر دا نوره ځمکه باندې غنم او جوار کرو، له دې نه خو هيڅ شی هم نه جوړېږي. هغه کله وشي کله ونه شي. که دا شی (زعفران) کامياب شو، زه وايم همدا سيمه به ټوله پر همدې لګيا شي. ځکه له دې سره به جوت اقتصاد ښه شي".

د کرنې رياست مسئولین وايي د تېرو اوو کلونو راهيسې يې په خوست کې د زعفرانو د ترويج هڅې پيل کړي او هرکال د زعفرانو نيم جريبه پنځه قطعې جوړېږي چې نتيجه يې هم ښه بلل شوې ده.
XS
SM
MD
LG