د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو د درملنې مرکز ته د نشه‌يي توکو د لېږد مخنیوی


د معتادینو د درملنې مرکز ته د نشه‌يي توکو د لېږد مخنیوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مسولین وايي چې ځینې کړۍ او د ناروغانو یو شمېر پایوازان هڅه کوي چې دغه مرکز ته نشه‌يي توکو دننه کړي.


په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مسولین وايي چې ځینې کړۍ او د ناروغانو یو شمېر پایوازان هڅه کوي چې دغه مرکز ته نشه‌يي توکو دننه کړي.

د ابن سینا د زر بستریز مرکز رئیس احمدظاهر سلطاني امریکا غږ ته وویل چې څو ځلې یې دغه مرکز ته د نشه‌يي توکو د دننه کولو هڅې ناکامې کړې دي.

ډاکټر سلطاني وايي "ما یوه مور ونیوله چې خپل زوی ته یې مواد راوړل، ما ورته وویل چې مواد ورته راوړې نو ولې دې بستر کړی خو کورته یې بوځه، هغې راته وویل چې زوی مې راته ګواښ کوي که مواد رانه وړې ځان وژنم، له څلورم چت څخه لاندې ټوپ کوم، دا مور اړه شوې وه چې په خپلو ساختګي غاښونو کې مخدره مواد راوړي او موږ ونیوله، په یو ډول هڅه کېږي چې مخدره مواد دننه شي خو زموږ پرسونل چې لس کلنه تجربه لري ورباندې پوهېږي او ژر یې د موندلو لپاره اقدام کوي".

د ډاکټر سلطاني په خبره که کوم معتاد د درملنې پر مهال مخدره مواد استعمال کړي، نو د هغه درملنه، ورباندې شوی ټول لګښت او د ډاکټرانو خواري په اوبو لاهو کېږي.

هغه له کورنیو څخه وغوښتل کله چې د ناروغ د لیدلو لپاره روغتون ته راځي نو له ځان سره د نشه‌يي توکو له راوړلو څخه ډډه وکړي.
XS
SM
MD
LG