د لاس رسي وړ اتصالات

له نشه یي توکو سره د مبارزې پر همغږۍ د چارواکو ټینګار


له نشه یي توکو سره د مبارزې پر همغږۍ د چارواکو ټینګار
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي او مرستندویه ادارې وايي چې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره لا ډېرې همغږۍ او مرستو ته اړتیا ده.


په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي او مرستندویه ادارې وايي چې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره لا ډېرې همغږۍ او مرستو ته اړتیا ده.

دغو چارواکو په کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ستونزو او حل لارو په اړه په یوه غونډه کې خبرې کولې چې د امریکا غږ له خوا جوړه شوې وه.

افغان چارواکي وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزې او د اعتیاد مخنیوی یوازې د دولت مسئولیت نه دی بلکې د نړیوالو مرستندویانو په ګډون، مدني بنسټونه او رسنۍ باید د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح چې نن یې په کابل کې د له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه د امریکا غږ له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې د اعتیاد او نشه يي توکو د مخنیوي لپاره باید ټول په یوه خوله خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره اندېښنه ښيي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکو وتل او د نړیوالو په مالي ملاتړ کې کموالی به له مخدره موادو سره مبارزه ټکنۍ کړې.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري بیا د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د ښکیلو ادارو پر اقداماتو نیوکه کوي.

هغه وايي "دلته چې ناست دي تول پوهېږو چې په هودخیلو کې څه تېرېږي، د مخدره موادو عمده پلورونکي په هودخیلو کې دي، کسان یې مشخص دي، پولیس اقدام نه کوي، شرم دی، زه نه پوهېږم چې له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت له خپل ټول پرسونل سره په څه شي بوخت دی، که په کابل کې وضعیت کنټرولی نشي او له هغو جنايي منسوبینو سره چې په دې کاروبار کې دخیل دي مبارزه نشي کولی، نو په کوم ځای کې به دوی لاسته راوړنه ولري"

امریکا غږ د کابل تر څنګ په هرات، کندهار، بدخشان او ننګرهار کې هم د نشه یي توکو سره د مبارزې او په دې برخه کې د رسنیو د ونډې په اړه کنفرانسونه جوړ کړي.


XS
SM
MD
LG