د لاس رسي وړ اتصالات

احمد ولي هوتک له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو سفیر وټاکل شو


احمد ولي هوتک له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو سفیر وټاکل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو سفیر وټاکی.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو سفیر وټاکی.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د سفیر په توګه د یو ځوان او پېژندل شوي لوبغاړي ټاکنه به د نشه يي توکو د زیانونو په اړه له عامه پوهاوي او پر وړاندې یې د مبارزې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

اندرابي وايي "هغه څوک چې یو کس وژني، یا داعش چې ښوونځي، مدرسې او روغتون ته، یا هغه طالب چې ماین راوړي، چاودنه ورکوي یا پول ته چاودنه ورکوي، خپل د هېواد ملي تاسیسات له منځه وړي، د نشه يي توکو له یو قاچاقبر یا کاروباري سره توپیر نه لري".

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق وايي چې په تېر کال یې د قاچاقبرو او نشه يي‌توکو پر ضد مهم ګامونه پورته کړي دي.

اورتاق وايي "پولیسو په ۲۰۲۰ کال کې پر قاچاقبرانو او د نشه يي توکو پر زېرمو ټولټال ۲۹۰۱ عملیات کړي، چې په دې ترڅ کې یې ۳۴۱۸ مظنونین چې ۹۸ د عامه خدمتونو موظفین هم په کې شامل دي، نیول شوي دي چې د قضیو تر څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونه ته سپارل شوي دي، همدارنګه د نشه يي توکو د جوړولو ۱۲ کارخونې، او ۱۴ زېرمې، او ۱۳ د الکولي موادو کارخانې ورانې شوي دي".

د کورنیو چارو وزارت مسئولین وايي چې پولیسو تېر کال په ټولیزه توکه ۳۳۸ مټریک ټنه بېلا بېل ډولونه نشه يي توکي نیولي دي، چې یوه برخه یې سوځول شوي او ځینې په مرکز او ولایتونو کې ساتل کیږي.
XS
SM
MD
LG