د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان: ښځینه معتادانې شته، خو د درملنې امکانات یې نشته


لغمان: ښځینه معتادانې شته، خو د درملنې امکانات یې نشته
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

په لغمان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون ډاکټران وايي په تېرو څو کلونو کې یې په نشه يي توکو د اخته ښځو په کورونو کې درمنله کړې او یو شمېر یې بیا د درملنې لپاره کابل ته لېږلي.


په لغمان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون ډاکټران وايي په تېرو څو کلونو کې یې په نشه يي توکو د اخته ښځو په کورونو کې درمنله کړې او یو شمېر یې بیا د درملنې لپاره کابل ته لېږلي.

دوی وايي په روغتون کې د ښځینه معتادینو د درملنې امکانات نه لري چې باید حکومت یې ورته برابر کړي.

د دې روغتون مسئولین وايي په دغه ولایت کې د نارینوو تر څنګ ښځينه معتادینې هم شته، چې ځینې یې د درملنې لپاره کابل ته لېږلي او د ځینو هغو کورونو ته ورځي او د مشورو له لارې یې د نشه يي توکو پرېښودو ته هڅوي.

د دې روغتون ډاکټر محمد یونس وايي داسې کورنۍ هم شته چې د کور ټول غړي یې په نشه يي توکو اخته دي او د ژوند بدې ورځې تېروي

هغه وايي "ښځه او مېړه کېني، نشه يي توکي کاروي، ورسره یې ماشومان هم په نشو اخته کیږي، داسې کورنۍ شته چې ټول غړي معتاد دي، موږ دلته د ښځینه معتادینو لپاره امکانات نه لرو، هغوی بیا کابل ته لیږو، هلته یې ښځینه ډاکټرانې او ارواپوهانې درملنه کوي".

د دغه روغتون مسئولین وايي چې امکانات یې کم دي او که مرکزي اداره ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي، نو په انتظار کې پاتې خلک او کورنۍ به هم پر وخت تداوي کړي.
XS
SM
MD
LG