د لاس رسي وړ اتصالات

نشې څنګه د یو ځوان ارمانونه خاورې کړل؟


نشې څنګه د یو ځوان ارمانونه خاورې کړل؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

د خوست يو ځوان وايي غوښتل يې چې له ښوونځي تر فراغت وروسته لوړې زده کړې وکړي او بيا خپل هېواد ته خدمت وکړي، خو وايي چې نشو یې دا هيلې له خاورو سره خاورې کړې.


د خوست يو ځوان وايي غوښتل يې چې له ښوونځي تر فراغت وروسته لوړې زده کړې وکړي او بيا خپل هېواد ته خدمت وکړي، خو وايي چې نشو یې دا هيلې له خاورو سره خاورې کړې.

د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی خالد دوه کاله مخکې چې د ښوونځي په يوولسم ټولګې و، د خپل معتاد ټولګيوال سره د ملګرتيا په نتيجه کې په نشه يي توکو روږدی شوی دی.

شل کلن خالد وايي، غوښتل يې چې له ښوونځي نه تر فراغت وروسته لوړې زده کړې وکړي او د هېواد لپاره خدمت وکړای شي، خو زياتوي چې نشې يې دا هيله له خاورو سره خاورې کړله.

هغه وايي "چې نشه يي مواد مې نه څکولی زه به اوس حتماً يوه ځای رسيدلی وای. يا به ډاګټر وای يا به مې کومه بله ګټه ټولنې ته رسيدلی شوای. اوس چې نشه يي مواد څکوم له هر څه نه وتلی يم. د خپل پردي نه، د ټولنې نه. په ټولنه کې په بد نوم. بيخي په سړيو کې نه راځم. متل يې کړی چې نشه يي سړی نه سړی".

خالد چې د خپلې کورنۍ مشر زوی او سرپرست هم دی، وايي که څه هم خپل راتلونکی يې په خپله برباد کړ، خو په کوچنيو وروڼو او خپلو دوو اولادونو زده کړې کوي چې روښانه راتلونکی ولري.

خالد زياتوي، چې د تېرو دوو کلونو په موده کې يې بېلابېل ډوله نشه يي توکي څکولي او اوس د کرېسټال يا د شېشې په څکولو سره ځان نشه کوي.

په نشه يي توکو دغه معتاد وايي، چې په خپله يې درې ځله عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو موقع له لاسه ورکړه، خو له نورو ځوانانو غواړي چې له مخدراتو ځانونه وساتي، زده کړې او يا کوم بل سالم مصروفيت وټاکي.
XS
SM
MD
LG