د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا وایروس: په کندهار کې د معتادینو پر راټولېدو د خلکو اندېښنې


کرونا وایروس: په کندهار کې د معتادینو پر راټولېدو د خلکو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

د کندهار اوسېدونکي د دغه ښار په ځینو برخو کې د نشه يي توکو د معتادینو راټولېدو اندېښمن کړي، او وایي چې د کرونا وایروس د خپریدو وېره یې زیاته کړې ده.

د کندهار اوسېدونکي د دغه ښار په ځینو برخو کې د نشه يي توکو د معتادینو راټولېدو اندېښمن کړي، او وایي چې د کرونا وایروس د خپریدو وېره یې زیاته کړې ده.

په داسې حال کې چې په کندهار کې د کرونا وایروس پېښې ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي، په نشه یي توکو روږدي کسان د ښار په منځ کې په ډله ییز ډول نشې کوي.

په نشه يي توکو روږدی ګلاب شاه وايي نه دی خبر چې سیمې ته یې د کرونا په نوم یو وایروس راغلی چې له یوه انسان څخه بل ته په ډېره اسانۍ انتقالیږي.

هغه وايي "موږ ته چې نشه ورسیږي، کرونا مو په یاد هم نه وي، بس په دې پسې ګرځو چې نشې ته یو څه پیدا کړو".

د کرونا وایروس څخه د ځان ساتنې لپاره ټولنیز واټن او د نشه یي توکو نه کارول په مهمو روغتایي لار ښوونو کې راځي، خو معتادین وایي تر اوسه چا په دې اړه مالومات نه دي ورکړي.

په کندهار ښار کې د معتادینو دغه حالت د کندهار ښاریان اندېښمن کړي.

ځيني کسان چې د مزدورۍ لپاره د ښار عمومي جادې ته راځي وايي په دغه سیمه کې نشه یي توکي په ښکاره ډول کاریږي.

د کندهار ښار اوسیدونکې وايې چې په نشه د روږدو کسانو د را ټولیدو ځایونو ته له ایران څخه راغلي ځيني معتادین هم ور زیات شوي چي د کرونا وایروس د انتقال وېره يې ډېره کړي.
XS
SM
MD
LG