د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی فلمي لوبغاړی، اوسنی معتاد


پخوانی فلمي لوبغاړی، اوسنی معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

په خوست کې یو پخوانی فلمي لوبغاړی چې په دې وروستیو کې په نشه يي‌توکو اخته شوی وايي چې د نشو له امله یې ژوند دومره تریخ شوی چې کله کله د ځانوژنې فکر ورته پیدا کیږي.


په خوست کې یو پخوانی فلمي لوبغاړی چې په دې وروستیو کې په نشه يي‌توکو اخته شوی وايي چې د نشو له امله یې ژوند دومره تریخ شوی چې کله کله د ځانوژنې فکر ورته پیدا کیږي.

رحيم احمدزی د خوست په کچه پېژندل شوې څېره. ده څه باندې يوه لسيزه په سيمه ييزه کچه په خپرېدونکو پښتو ډرامو او فلمونو کې د يوه برجسته لوبغاړي رول ترسره کړی، خو اوس يې حالت بدل شوی.

دوه – درې کاله کيږي چې د بې روزګارۍ له لاسه په نشه يي توکو روږدی شوی او فکر يې کاوه چې په دې سره به يې اوږې له ستونزو سپکې شي. هغه پر دې عمل پښېمانه دی، خو وايي لاره يې ورکه کړې ده. رحيم احمدزی زياتوي چې دې وضعيت ته يې کورنۍ ډېره ځورېږي.

هغه وایي "د دوی درد او تشويش ما ډېر دردوي. خو زه يې دوی ته نه شم ثابتولای. ما ته داسې لار نه راځي، زه ورک شوی يم. زه يو داسې ځای ته راغلی يم چې واپس ګرځول مې ډېر دردوي. خرابوي مې، بد تاثير راباندې کوي. نه شم واپس کيدای".

سربېره پر دې چې رحيم احمدزي په يو شمېر پښتو فلمونو ډرامو کې د يوه لوبغاړي په صفت کار کړی دی، څه باندې يوه لسيزه د ويډيوګراپر په توګه هم پاتې شوی دی. ده په ودونو، دولتي او غير دولتي غونډو او دېته ورته نورو پروګرامونو کې عکاسي کوله.

دغه راز يې له يوه سيمه ييز خصوصي تلويزيون سره د کمره مېن په توګه کار کړی، وايي کله نا کله شعر هم ليکي او په دې توګه د زړه درد بيانوي.

دا فلمي لوبغاړی رحيم احمدزی څلور اولادونه لري او دې ته خوښ دی، چې ښوونځي ته ځي ترڅو روښانه راتلونکی ولري.

دی له خلکو، په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه لري، چې د نشه يي توکو له استعماله ځان وساتي، ځکه د ده په وينا د نشه يي توکو څکول د بدمرغيو لامل ګرځي.



XS
SM
MD
LG