د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا په هاوايي کې مریخ ته د انسانانو استول تجربه کوي


A HI-SEAS crewmember participates in a year-long simulated Mars mission in Mauna Loa, Hawaii.(Courtesy Universiry of Hawaii / HI-SEAS)
A HI-SEAS crewmember participates in a year-long simulated Mars mission in Mauna Loa, Hawaii.(Courtesy Universiry of Hawaii / HI-SEAS)

د امریکا د فضایي ادارې ناسا یو شمیر څیړونکي د هاوايي جزیرې یو اورشیندونکي ته نږدې یوې ګنبدې ته ور ننوځي چې مریخ ته د انسانانو د ورتګ په ګډون په فضا کې د ډیر وخت لپاره د پاتې کیدو څرنګوالی مطالعه کړي.

شپږ ساینسپوهان د پنجشنبې په ورځ د هاوايي د لویې جزیرې د ماونا لاوا اورشیندونکي ته نږدې دغې ګنبدې ته ننوتل او د اتو میاشتو لپاره به بهر نه راوزي.

دغه کسان به له ګنبدې دباندې کسانو سره هیڅ ډول فزیکي تماس نه ساتي او د شل دقیقو په ځنډ سره به له ګنبدې بهر خلکو سره تماس نیسي، د هغه ځنډ په اندازه چې یو ایمیل له مریخ څخه ځمکې ته رارسیږي.

دغه څیړنه به هغه رواني مشکلات وڅیړي چې انسانان ور سره د ډیر وخت لپاره په انزوا کې د پاتې کیدو له امله مخامخ کیږي.

دغه پروژه په ۲۰۳۰ کال کې د مریخ په ګډون فضا ته په اوږدو ماموریتونو د فضانوردانو له لیږلو سره د مرستې په خاطر ډیزاین شوې.

د هاوايي د پوهنتون د ساینس یوې پروفیسورې کیم بنستد وویل " مونږ هیله مند یو په دې څیړنې سره وکولی شو غوره فضانوردان انتخاب کړو، او وکولی شو په فضا کې د اوږد مهاله ماموریت لپاره یوه حمایوي عمله انتخاب کړو".

د دغه ټیم مشري د فضا مشهور ساینسپوه جیمز بیوینګټن کوي او نورغړي یې انجنیران، یو کمپیوټر پوه، یو ډاکټر او د طبي چارو یو بل متخصص جوړوي.

دغه کسان د ۷۰۰ درخواست ورکونکو له ډلې د اعصابو او شخصیت له آزمویلو وروسته انتخاب شول.

د ټیم مشر بیوینګټن وویل" زما تر ټولو لویه ویره داده چې مونږ د بایو سفیر ۲ د عملې له سرنوشت سره مخامخ نشو.

بایو سفیر ۲ په ۱۹۹۰ کلونو کې د اریزونا په ایالت کې یوه تجربوي ګلخانه وه. چې ډول ډول ایکو سیستمونه او یوه کوچنۍ عمله په کې په دې خاطر ساتل کیدله چې مالومه کړي انسانان په نورو سیارو کې کومو شیانو ته اړتیا پیداکوي.

دغه تجربه ناکامه شوه ځکه سایسنپوهانو پهګلخانه کې د کاربن دای اکساید مناسبه اندازه ونشوه ساتلی او عمله له سختي سره مخامخ شوه.

د هاوايي اوسنۍ پروژه چې های سیز نومیږي د ناسا له خوا تمویلیدونکي دریمه دغه ډول پروژه ده. په پخوانیو پروژ کې د غذايي موادو په اړتیا او او د عملې د هماهنګۍ څرنګوالی تجربه شو.

څیړونکي به داسې وسیلې په غاړه کړي چې د دوی رواني حالت او د ټیم نورو غړو ته یېنږدیوالی اندازه کړي.

دوی به همدارنګه له محوطې څخه د جیولوژیکي معلوماتو او نقشې د اخیستو لپاره د بهر وتلو په وخت کې د فضانوردانو جامې اغوندي.

دوی ته د اړتیا وړ غذايي مواد او نورشیان د یوه روبات په واسطه استول کیږي او د عملې هر غړی د خوب لپاره ځانګړې خونې لري.

XS
SM
MD
LG