د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا د یو ځلېدونکي ستوري د لوري د بدلولو هڅه کوي 


د ناسا تصویرونه
د ناسا تصویرونه

د امریکا د متحدو ایالتونو فضايي اداره «ناسا» وايي چې د «دارت» په نوم یوه فضايي بېړۍ به د «دیمورفوس» (Dimorphos) په نوم ستوري سره جنګوي چې د هغه لوری د لوی اسماني ستوري دیدیموس (Didymos) په لوري واړوي.

ناسا وايي د دې کار په مهال به د دارت د حرکت سرعت په ساعت کې ۲۴۰۰۰ کیلو میتر وي.

ټاکل شوې چې دا فضايي بېړۍ به د سپتمبر په ۲۶ نېټه له دیمورفوس سره وجنګول شي. دا پېښه به د ناسا په تلویزون کې ژوندۍ ښودل کېږي.

د امریکا د مریلنډ په ایالت کې د جانس هاپکینز پوهنتون د فزیک د برخې پوهان به دا ماموریت مخې ته وړي چې د فضايي بېړۍ لومړۍ دفاعي ازموینه ده چې د مدار د تغیراتو او د اسماني ستوري د خطر د امکان د لېرې کولو لپاره ترسره کېږي.

د ناسا پوهان وايي چې دیدیموس ۷۸۰ مېتر او دیمورفوس ۱۶۰ مېتر ژور دي.

ساینسپوهان وايی چې دا دوه اسماني ‌ستوري‌ له یو بل څخه تاویږي او د تلسکوپونو په مرسته لیدل کېدای شي چې ژر معلومه شي د ستوریو په جنګولو سره د دیمورفوس د حرکت لوری به بدل شي که نه.

ناسا په ۲۰۱۸ کې دا پروژه طرحه کړه. په دې سره به دا هم وازمایل شي چې دا ماموریت به د هغو ستوریو د لوري د بدلولو په برخه کې، چې ممکن ځمکې ته خطر پېښوي، بریالی ثابتېدای شي یا نه. د دارت فضايي بېړۍ کمره هم لري او دیمورفوس ته په نژدې کېدو سره به د دغه ستوري تصویرونه هم اخلي.

دا راپور د ناسا د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

XS
SM
MD
LG